ایکنانیوز د ولسمشرۍ د دفتر له قوله راپو رارکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسی په خپل پیغام کی وویل که د اسرائیلو نسل وژونکی رژيم خپل سره چلند وکړي نو پرېکنده او لا سخت ځواب به ورکړي.
ښاغلی رئیسي وویل د تیري کوونکي سزا چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صادقانه ژمنه وه پوره شوه او د ایران د اسلامي جمهوریت تکړه وسله وال ځواکونوپه پوره قدرت سره د صهیونیسټانو پوځي هدفونه په نښه کړي دي .
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې نن سهار په صهیونیسټي رژیم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملې پیغام د اسلامي امت لپاره اقتدار او د بشریت د دښمنانو لپاره ویره او ذلت وو وویل: ایران په تیرو شپږو میاشتو او په تیره بیا په وروستیو لسو ورځو کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې سرغړونو په مقابل کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا او سیمه ایزو امکاناتواو ازارونو استفاده وکړه چی د نړیوالې ټولنې پام د صیهونیستی رژیم قانون ماتونو او خلاف ورزیو ته راواړی خو له بده مرغه امنیت شورا د امریکا او ځینو نورو ملاتړو ترنفوذ لاندې ده او په دندو کې پاتې راغلی ده.
رئیسي په دې خبرې په ټینګار سره چې د ایران قدرت د امنیت ځواک دی او د سیمې د هیوادونو او ولسونو د ګټو د دفاع په خدمت کښې دی زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت هوډ لري چې د ګاونډیتوب سیاست ته وده ورکړي او له ایران سره د دوستۍ او ملګرتیاو پراختیا ومومي .
دا په داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی شورا مشر هم وویل د ایران په ډیپلوماټیکو ځایونو باندې د اسرائیلو د رژیم د تیري په ځواب کښې د اسلامی جمهوریت پوځی اقدام د ملګرو ملتو د منشور پراساس وو او که دا کار تکرار شی نو راتلونکی غبرګون به ډیر سخت وی.
په راپور کې وئيل شوي دي ، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلمان په څرګنده غونډه کښې د صهیونیسټي رژیم په مورچو او پوځي مرکزونو اوتاسیساتو باندې د ایران د وسله والو ځواکونو د حملو په غبرګون کښې زیاته کړه. دصهیونیسټ دښمن په مقابل کښې دایران دخلکو ګوزار پیاوړی او ښوونکی وو .
قالیباف په دې خبرې په ټینګار سره چې د اسرائیلو له غاصبینو اوماشونو وژونکی رژیم غچ اخیستنې د نړۍ په مسلمانانو کښې د خوشحالۍ او ویاړ څپې رامینځته کړې دي .
په همدې حال کښې د ایران د اسلامی شورا استازیو د مرګ په اسرائیل او مرګ په امریکا په شعارونو سره د صهیونیسټ رژیم په ډیپلوماټیکو ځایونو د تیری په وړاندې د ایران د وسله والو ځواکونو د پوځي اقدام ستاینه او قدرونه وکړه.
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی اعلان وکړ چې د ایران پوځی اقدام د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې په اساس په دمشق کښې د ایران په ډیپلوماټیکوځایونو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیری د مشروع دفاع او ځواب په هکله دی.